دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ا یران په هرموز تنګي کې د تیل وړونکو کښتیو له پاره ستر ګواښ دی

ا یران په هرموز تنګي کې د تیل وړونکو کښتیو له پاره ستر ګواښ دی

د بریټانیا دفاع وزارت وايي چې درې ایراني کښتیو هڅه کړې چې په هرموز تنګي کې د برتش پطرولیم سوداګریز شرکت د یوې کښتۍ مخه ونیسي. د بریټانیا دفاع وزارت وايي د بریټانیا د مونټروس پوځي کښتۍ مجبوره شوه چې د ایراني او بریټانوي کښتۍ په منځ کې راشي، او ایراني کښتیو ته یې خبرداری ورکړ، چې بیا یې مسیر بدل کړ. د بریټانیا شاهي سمندري ځواک چارواکي وايي چې دا کښتۍ د ایران سپاه پاسدران پورې اړوندې وې. د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وايي چې دوی په دې اړه اندېښمن دي. تردې یوه اونۍ مخکې د انګلستان سمندري ځواک په ګیبرال تار سیمه کې د ایران د تېلو یوه کښتۍ د شک په تور نیولې وه او ادعا يي دا وه چې سوریې ته د تېلو په لېږد يي د اروپايي ټولنې د بندیزونو سرغړونه کړې. د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړی چې د بریټانیا لخوا د ایراني کښتیو درول به ناوړه اغیزې ولري. ایران وايي چې انګلستان د دوی پروړاندې د جنجال زیاتېدل غواړي او د بریټانیا دا کار به ستونزې زیاتې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: