دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر سلطان محمد په یوه برید کې ووژل شو

باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر سلطان محمد په یوه برید کې ووژل شو

په قبايلي ضلع باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ډلې ځايي مشر مفتي سلطان محمد پرون د ګل په ورځ د نامالومو کسانو په ډزو ژوبل شوی او د شپې يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د جمعيت علما اسلام د باجوړ د خار تحصيل جنرل سيکرټري عمران ماهر وايي په نوموړي مفتي پرون د کور نه بهر نامالومو کسانو ډزې کړې وې.
د ځايي چارواکو په وېنا مفتي سلطان محمد د درملنې دپاره پرون د پېښور پوځي روغتون ته وړل شوی او هلته يې د شپې ژوند د لاسه ورکړی دی.
ماهر وايي د مفتي سلطان محمد د چا سره شخصي دښمني نه وه او د جمعيت علما د واړه ماموندو مشر او په تېرو انتخاباتو کې کانديد ؤ.
هغه تور لګوي مفتي سلطان محمد د جمعيت علما د ازادي مارچ ناکامولو دپاره په هدف کړی شوی دی خو وايي د دوی حوصلې لوړې دي او ازادي مارچ ته به ځي.
ماهر د باجوړ په انتظاميه هم تور لګوي چې په علاقه کې د خلکو نه قلنګ اخیستل کيږي د خلکو کورونو ته غله اړوي خو څوک يې د تپوس نشته.
ځايي کسان وايي د باجوړ د مرستيال کمشنر او پوليس مشر په خپل مينځ کې سم نه دي او د هغې زور يې د عامو خلکو نه اوباسي.
په باجوړ کې څو ورځې وړاندې د پاکستان پيپلز ګوند يو ځايي مشرمياګل جان هم په هدف کړی شوی ؤ.
ځايي خلک وايي په وروستیو کې په باجوړ کې هدفي وژنې او نور جرمونه سېوا شوي خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
وي او ای ډیوه د باجوړ د انتظاميې سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: