پنجشنبه , دسمبر 5 2019
کور / خبرونه / باجوړ کې چاودنې د یوه میجر په ګدون دوه پوځیان وژلي

باجوړ کې چاودنې د یوه میجر په ګدون دوه پوځیان وژلي

د ډیورنډ نا منلې کرښې ته څېرمه قبایلي سیمې باجوړ کې د سړک د غاړې په یوې چاودنه کې د پاکستان د پوځ یو میجر او یو سرتیری وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

په باجوړ کې ځايي چارواکو ددې خبرې پخلی کړی خو د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د یادې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د باجوړ په ګډون نورو قبایلي سیمو کې وخت نا وخته دا ډول بریدونه ترسره کېږي چې زیاتره یې پړه حزب الاحرار او تحریک طالبان په غاړه اخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: