شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / برتانوي ورځپاڼه: د داعش ډلې پاتې کسان اوس هم په افغانستان کې پیاوړی حضور لري

برتانوي ورځپاڼه: د داعش ډلې پاتې کسان اوس هم په افغانستان کې پیاوړی حضور لري

ډيلي مېل برېتانوۍ ورځپاڼه د انتونیو ګوتریش له قوله لیکي چې لا هم په افغانستان کې د داعش ډلې پاتې کسان مقاومت کوي او د ځان د پیاوړي کولو په هڅه کې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي دوی هڅه کوي په دې حساسو شرایطو کې په افغانستان کې د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي خو لاهم نړیوالې ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت کوي. نوموړی به نن د ملګروملتونو امنیت شورا ته لاړ شي او هلته به د افغانستان په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي. ګوتریش په خپل راپور کې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی او دلته یې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار هم د سولې مذاکرات بللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: