دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / بغلات ولایت کې پښتانه د طالبانو په نوم ډبول کیږي

بغلات ولایت کې پښتانه د طالبانو په نوم ډبول کیږي

د بغلان ولایت اوسیدونکي وایي، چې په نهرِین ولسوالۍ کې د تلاشۍ شخصي پوستې جوړې شوې او پښتانه د طالبانو په نامه وهل کیږي او ځورول کیږي. د شنبې په شپه د طالبانو برید په نهرِین ولسوالۍ کې ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله، چې اوس د خلکو په وینا ځينو نامسؤله وسله والو ډلو او ولسي پاڅون کوونکو دې جګړې ته قومي رنګ ورکړی، د ولسوالۍ په لویه لار یې چک پوایڼتونه جوړکړي او په دې نوم چې طالبان پښتانه دي، پښتانه وهي. دوی وايي دا چاره په لوی لاس خلک مجبوروي چې د طالبانو له لیکو سره یوځای شي. خو د بغلان د والي ویاند محمود حقمل د خپلسرو ملیشو له خوا په نهرِین کې د پښتنو ځورول ردوي او وايي هر چا چې د قانون خلاف عمل ترسره کړی وي د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: