شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / پاکستان / بلاول بوټو:عمران خان له ویرې د شپې ویناوې کوي

بلاول بوټو:عمران خان له ویرې د شپې ویناوې کوي

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تېرې شپې وینا ته په غبرګون کې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو وایي، عمران خان له ویرې د شپې ویناوې کوي او مخالف ګوندونه په دې نه شي ویرولی چې په زندانونو کې یې واچوي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې عمران خان په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، د پیپلز او مسلم لیګ ګوند د حکومتونو پر مهال پاکستان ۲۴ زره میلیارده ډالر پوروړی شوی دی. بلاول دغه راز ویلي، د عمران خان حکومت د قرض اخیستلو په ویره کې دی او نه پوهېږي چې څه ډول دا قرضونه تر لاسه کړي نو ځکه پاروونکي ویناوې کوي. د هغه په خبره، دا قرضونه تر لاسه کول اقتصادي خودکشي ده او دوی به یې هیڅکله اجازه ورنه کړي. نوموړي ویلي د زور او فشارونو وخت پای ته رسېدلی دی او هیڅوک دومره لیوني نه دي چې بې روزګارۍ او ګرانۍ ته رایه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: