یکشنبه , جنوري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بلخ: د تېرو کلونو پرتله د زعفرانو حاصلات زیات شوي

بلخ: د تېرو کلونو پرتله د زعفرانو حاصلات زیات شوي

د بلخ ولایت د کرنې ریاست مسولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه زعفران کرل شوي، چې حاصلات یې ۲۵۰ کیلوګرامه ته رسېدلي دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس محمد سالم ساعي وایي، حکومت په یاد ولایت کې د زعفرانو د تولید د ودې لپاره اړینه پانګونه کړې.
د ده په خبر، چې اوسمهال په مزارشریف ښار کې د دغه بوټي د پروسس دستګا هم شته او سوداګر کولی شي په اسانه ترې ګټه واخلي.
بلخ ولایت ۱۴ ولسوالۍ لري او کروندګر یې تر ډېره د زعفرانو د کښت پر کرلو او له دغه بوټي پر ګټې اخیستلو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: