چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / اقتصاد / بلخ کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د لویو موټرو چلوونکو اعتراض پیل کړی دی

بلخ کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د لویو موټرو چلوونکو اعتراض پیل کړی دی

په بلخ ولایت کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د لویو موټرو چلوونکو اعتراض پیل کړی دی. دوی وایي، چې حیرتان بندر کې یې بار موټر له میاشتو راهیسې ولاړ دي او که دغه سیستم نوبتي نه شي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي. موټر چلوونکي وایي، چې لاهم په حیرتان بندر کې د دوی اعتراض روان دی. دوی وايي، اعتراض یې وروسته له هغې پیل کړ، چې سوداګرو به له موټر چلوونکو سره د مور او میرې چلند کاوه. اعتراض کوونکي وایي، چې د دغې بې عدالتۍ د پای ته رسېدو په خاطر بايد حکومت او مسوولې ادارې لاس په کار شي. په ورته وخت کې يو شمېر سوداګر د حيرتان – مزار لويې لارې د موټر چلوونکو اعتراضونه د مافيايي کړيو په اشاره پيل شوي بولي. سوداګر وايي، چې د ازاد بازار د قانون له مخې هر سوداګر حق لري، په هغه موټرو کې خپل توکي انتقال کړي، چې ګټه یې وي. د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير وایي، چې يو شمېر کسانو د موټر چلوونکو له نوم څخه په استفادې هڅه کړې، چې غير قانوني غوښتنې په سوداګرو ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: