دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / بين المللي / ترکي پوځیانو پر امریکایي ځواکونو برید کړی

ترکي پوځیانو پر امریکایي ځواکونو برید کړی

امریکايي پوځ وايي، ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې د دوی پر یو شمېر پوځیان توپچي بریدونه کړي دي. امریکا وايي، د سوريې پر شمالي برخو د ترکيې د یرغل په ځواب کې پر ترکیه نویو او مهمو بندیزونو لګولو ته چمتو دي. د امریکا د خزانې وزير سټیفن منوشن ویلي که ترکيه هلته د کوردي ځواکونو خلاف نور پوځي ګامونه پورته کړي نو دا بندیزونه به ورباندې عملي کېږي. د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، دغه برید تېرماښام کوباني ښارګوټي ته څېرمه پر داسې یوه سیمه شوی چې ترکیې ته معلومه وه د امریکا ځانګړي ځواکونه په کې ځای پرځای دي. د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن کوردان یوازې نه دي پرېښي، امریکا همدا راز ترکیې ته بیا ګواښ کړی چې د بریدونو او عملیاتو د دوام په صورت کې به تر اقتصادي بندیزونو لاندې راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: