دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / ترکي ځواکونو په سوریه کې مرګ ژوبله اړولې

ترکي ځواکونو په سوریه کې مرګ ژوبله اړولې

د سوریې شمال ختیځ کې د کردانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ترکي پوځ د بریدونو له ډېرېدو سره د مرګژوبلې شمېر هم په ډېرېدو دی. راپورونه وايي، دغو بریدونو کې د ۱۱ ملکي کسانو په ګډون د ایس ډي ایف نومي کرد وسله وال ځواک او ترکي پلوه ډلو لسګونه وسله وال وژل شوي دي. ترک پوځ په دې پېښو کې د لومړي وژل شوي پوځي مړینه تایید کړې ده. په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنه کې پر دغو بریدونو نیوکې په ډېرېدو دي، راپورونه وايي د سوریې په شمال ختیځ کې لسګونه زره کسان له خپلو کلیو او کورونو تښتېدلي دي. دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سیمې خپل ځواکونه وایستل او له هغه وروسته ترک پوځونه له سوریې سره تر پولې واوښتل او د کردانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې پوځي عملیات پیل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: