دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / ترکي ځواکونو په عراق کې د ابوبکر بغدادي خور او انګور نیولي

ترکي ځواکونو په عراق کې د ابوبکر بغدادي خور او انګور نیولي

ترکي چارواکي وايي، د دغه هيواد په شمال ختيځ اعزاز ښار کې يې د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي خور او نږور نيولي دي.
د چارواکو په وينا، د ابوبکر البغدادي خور رسميه عواد چې ۶۵ کاله عمر لري د نيول کيدو پر وخت له هغې سره پنځه بچيان او نږور يې هم وه چې څېړنې ترې روانې دي.
د ترکيې یوه حکومتي چارواکي هيله څرګنده کړې چې له نوموړې ميرمنې سره به د داعش ډلې په اړه ډير استخباراتي معلومات وي چې دوی ته به يې په واک کې ورکړي.
تيره اوونۍ د امریکا ولسشمر ډونالډ ټمرپ اعلان وکړ چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د سوريې په شمال کې د امریکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو چې وروسته داعش پورې اړوند مطبوعاتو هم د نوموړي وژل تاييد کړل او د هغه پر ځای يې د د ابو ابراهيم الهاشمي په نوم د نوي مشر د ټاکل کيدو اعلان وکړ.
داعش په وروستيو کې په عراق، سوريه کې پراخې سيمې له لاسه ورکړې او دغه راز په افغانستان کې يې هم د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې ټغر په ټوليدو دی.
داعش چې نورې اسلامي ډلې يې خوارج بولي په عراق، سوريه او افغانستان کې يې ډير ظلمونه وکړل او هغه سيمې چې د دوی تر ولکې لاندې راشي خلک ترې کډې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: