شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / تونس کې چاودنه شوې ده

تونس کې چاودنه شوې ده

د تونس په پلازمېنه کې د بمي چاودنې له امله دوه پولیس افسران وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دا یو ځانمرګی برید و چې د پولیسو موټر یې په نښه کړی دی. په تونس کې د سخت دریځو بریدونه زیات شوي او د ډېریو هغو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پر یو موزیم برید کې د پولیسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: