شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / راپورونه / تېره میاشت د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.

تېره میاشت د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي، تېره جولای میاشت د ملکي وګړو لپاره په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه. د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې یوازې په همدې میاشت کې ۳۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵۹ نور ټپیان شوي دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې راپور ښیې چې دغه مرګ ژوبله د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې اوښتې چې تر ټولو ډېره یې په کندهار، کابل ، غزني او فاریاب ولایتونو کې ده. راپور د دغې مرګ ژوبلې اصلي لاملونه ځانمرګي بریدونه او د سړک غاړي ته خښ شوي ماینونه ښیي، خو هوایي بریدونه او شپني عملیات د دې مرګ ژوبلې دوهم علت یادوي. د همدې ډلې د راپور له مخې، په تېره جون میاشت کې ۱۹۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: