شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / پېښې او جرمونه / جان سوپکو:د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته افغان ځواکونه کمزوري کېږي

جان سوپکو:د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته افغان ځواکونه کمزوري کېږي

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته افغان ځواکونو کمزوري کېږي او له مالي ستونزو سره به مخ شي. دده په وینا د بهرنیانو له ملاتړ پرته د افغان ځواکونو پایداري ممکنه نه ده. نوموړي دغه راز اندېښنه څرګنده کړې چې افغان پوځيان به په هېواد کې د پایدارې سولې په ساتلو کې هم پاتې راشي. د جان سوپکو په وینا که له طالبانو سره توافق هم وشي نو دغه ځواکونه به بریالي نه شي چې د سولې تړون وساتي او د پایدارې سولې په ساتلو او نظم راوستلو کې اغېزناکه ونډه واخلي. نوموړي دغه راز اداري فساد د افغان ځواکونو او افغان حکومت د پیاوړتیا لپاره تر ټولو ستر خطر او خنډ بللی او په خبره یې فساد دی چې په افغانستان کې یې هر څه ګډوډ کړي او له کمزورۍ سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: