شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / جاپان:په یوه ودانۍ کې د اور له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي

جاپان:په یوه ودانۍ کې د اور له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي

جاپاني چارواکي وایي، په دې هېواد کې په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې دولس کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي. جاپاني رسنیو د جاپان د پولیسو له قوله ویلي، یو شکمن کس د کیوټو په نوم انېمیشن فلمونو جوړنې کمپنۍ ته ورغلی او یو ډول مایع مواد یې شیندلي چې له هغه وروسته اور لګیدلی دی. د شکمن کس په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره شوي خو چارواکي وایي یاد کس یې نیولی او د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د چارواکو په خبره د شکمن کس له رغېدو وروسته به معلومه کړي چې دې ودانۍ ته یې ولې او څنګه اور ورته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: