شنبه , اګست 24 2019
کور / خبرونه / بين المللي / جرمني د بین الافغاني مذاکرتو همکارۍ ته ژمن دی

جرمني د بین الافغاني مذاکرتو همکارۍ ته ژمن دی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد المان ته تللی دی او په برلین کې یې د المان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. هیکو ماس له خلیلزاد سره په دې لیدنه کې ویلي چې دوی د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. خلیلزاد ویلي د جرمني د ملاتړ ژمنه یې ترلاسه کړې ده او دی به په دې برخه کې خپلو نورو هڅو ته ادامه ورکوي. زلمي خلیلزاد د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د مذاکراتو پر مهال ځینې هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي. دی هند ته لاړ او اوس په اروپا کې دی. خلیلزاد وايي غواړي په دې توګه د افغان سولې په اړه نړیوال ملاتړ پیاوړی کړی. د طالبانو او امریکا ترمنځ اتم پړاو مذاکرات روان دي او تمه کېږي چې تر اختر وروسته هم ادامه پیدا کړي او ددې اونۍ تر پایه د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: