چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / جلال اباد ښار کې دوه غبرګې چاودنې شوې دي

جلال اباد ښار کې دوه غبرګې چاودنې شوې دي

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې دوه چاودنې شوي دي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا تلفات نه لري.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه د محبس او عیدګاه مسجد ترمنځ سیمه کې د چاودیدونکو موادو د چاودنې له امله شوي دي.

دی وایي، له چاودنو وروسته پولیسو هوایي ډزې هم کړي دي.

د پیښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: