دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / جلیلي:که په ټاکنو کې بریالی شوم اسلامي امارت به راولم

جلیلي:که په ټاکنو کې بریالی شوم اسلامي امارت به راولم

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي وايي، د بریا په صورت کې به د افغانستان اسلامي جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوي.

ښاغلی جلیلي وايي، د اسلامي امارات په راتګ سره د ټولو افغانانو حقوق په مساوي ډول تضمین کېدای شي.

هغه دا خبرې نن د ازادۍ راډیو سره په یو مرکه کې کړي، دی وایي: اسلامي امارت د پیغمبرانو او خلفاو طریقه ده او جمهوري هغه نظام دی چې د بشر په لاس جوړ شوی، که زه ولسمشر شم، ژر تر ژره به د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړم او هلته به د افغانستان جمهوري نظام، اسلامي امارت ته واړوم، هغه ټول نامعلوم اړخونه چې طالبان یې په مقابل کې هره ورځ لسکونه افغانان وژني، هغه ټول به حل کړم، د دې لپاره چې دلته د افغانانو د ژوند مسئله ده.

ښاغلي جلیلي وویل، که اړتیا ولیدل شي، د سولې د ټینګښت لپاره حاضر یم چې ملي سرود او د افغانستان درې رنګه بیرغ هم بدل کړم.

هغه وایي، د اړتیا په صورت کې اړینه بولم چې په ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو ټولګي هم له اتبدايي دورې وروسته بېل شي.

ښاغلي جلیلي تېره شپه په کابل کې په یوه شخصي ټلویزیون کې د یوې مناظرې پر مهال ویلي چې د طالبانو مبارزه د شاه امان الله خان لاره وه.

هغه د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو جګړه په افغانستان کې مشروعیت لري.

هغه که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو جګړه د خپلې خاورې د دفاع په خاطر مشروع بولي، خو وايي چې افغان امنیتي ځواکونه کور کورانه جګړه کوي.

د ارګ يو ویاند صدیق صدیقي دې خبرو سخت پر غصه کړي او غوښتنه کړي چې نوموړي نوماند څخه دی اړوندې ادارې د دغو څرګندونو په اړه پوښتنه وکړي، دغه څرګندونې غیر مسؤلانه او د هېواد ملي امنیت ته ګواښ دي.

خو نورالله جلیلي ارګ او اجرائیه ریاست د دې غبرګونونو په اړه داسې ګواښي: که دوی له ما څخه څه نا څه پوښتنې شروع کړي، زه به له هغوی څخه سلګونه مواردو کې پوښتنې وکړم، د افغانستان وضعیت به دومره پېچلی شي چې بیا به څوک خپله لاره هم پیدا نه کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: