یکشنبه , دسمبر 15 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / جنوبي وزیرستان: پر پاکستاني پوځ وسله وال برید شوی

جنوبي وزیرستان: پر پاکستاني پوځ وسله وال برید شوی

تېره ورځ ټرایبل نیوز ته یوې باوري سر چینې خبر راکړ چې د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په خواجه خدر سیمه کې پر پاکستاني پوځ وسله والو برید کړی،

برید هغه مهال تر سره شو چې د پاکستاني پوځ پهره ورکوونکي پر ناستو وسله والو طالبانو ډزې وکړې.

په ځواب کې یې وسله والو طالبانو سمدستي پهره کوونکي پوځي وواژه.

وروسته وسله والو طالبانو د پاکستاني پوځ پر کاران سخت بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي چې برید ډېر دوام ونه مونده خو بیا هم د پاکستاني پوځ څلور تنه مړه او دوه ټپیان شول.

د یاد برید پړه د حزب الاحرار ډلې ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسفزي ټرايبل نیوز ته د یوه ايمیل له لارې په یوه راستول شوي راپور کې منلې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: