شنبه , سپتمبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / جیم هانسون: د سولې خبرو د لغوه کېدو په صورت کې دې امریکا پر خپلو پلانو له سره کتنه وکړي

جیم هانسون: د سولې خبرو د لغوه کېدو په صورت کې دې امریکا پر خپلو پلانو له سره کتنه وکړي

امریکا باید په افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره پر خپلو پلانونو له سره کتنه وکړي.

د امریکا پخواني نظامي او په دغه هېواد کې د امنیتي مطالعاتو د مرکز رییس په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، د طالبانو او امریکا خبرې پایلې ته و نه رسېدې نو اوس ددې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې د روان وضعیت د کنټرول لپاره پر اغېزناکو پلانونو کار وکړي.

جیم هانسون پخپله مقاله کې لیکلي دي طالبان د سولې او هوکړې کومه مخینه نه لري نو له دوی دا تمه نه شي کېدلی چې پر خپلو ژمنو دې وفا وکړي.

هغه زیاته کړې چې موثر او پلان شوي نظامي ګامونه کولی شي ددایمي سولې لپاره لار هواره کړي.

یاد امریکایي نظامي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې سیمه ییز او نړیوال هېوادونه افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: