پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / حضرت علي:داعش هڅه کوي چې دره نور ولسوالۍ ناامنه کړي

حضرت علي:داعش هڅه کوي چې دره نور ولسوالۍ ناامنه کړي

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي د داعش جنګیالیو د حضور او د هغوی د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښيي. د ولسي جرګي غړی حضرت علي وايي، چې داعش د کونړ ولایت ټولې لوړې غرنۍ سمي نیولي او مرکزونه يي پکي جوړ کړي دي . نوموړی وايي دغه ډله غواړي د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې تر فعالیت وروسته حصارک او د لوګر د ازرې ولسوالۍ له لارې ځان کابل ته ورسوي. حضرت علي وايي یوشمیر مشخصې کړۍ داعش او طالبانو ته اکمالات کوي او حکومت يي باید مخه ونیسي. نوموړی وايي داعش هڅه کوي چې دره نور ولسوالۍ ناامنه کړي او له دغي لارې ځان ښیوې ولسوالۍ ته ورسوي. په ورته مهال د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکي هم د داعش فعالیتونو اندښمن کړي او له حکومت څخه د دره نور ولسوالۍ لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. خو د ننګرهار ځايي چارواکي وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې ولس ته ستونزې جوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: