شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حمدالله محب د چین نوي سفیر (وانګ یو) سره د بین الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې

حمدالله محب د چین نوي سفیر (وانګ یو) سره د بین الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون (یکشنبه) په کابل کې د چین له نوي سفیر (وانګ یو) سره د پیکینګ د بین الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د پیکینګ د بین الافغاني خبرو لپاره چمتووالی لري.
تراوسه پورې په چین کې د افغانانو ترمنځ د غونډې نېټه نه ده اعلان شوې.
له بلې خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان پرون (یکشنبه) په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله سره د پیکینګ پر بین الافغاني غونډې خبرې وکړې.
دوی دغه راز د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر غونډې هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه په راتلونکو څو اوونیو کې په کابل کې جوړه شي.
د سولي او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزوني لومړنۍ غونډه د روان کال د جوزا په ۲۶ نېټه په اسلام اباد کې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: