شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار: لنډ ماله حکومت ته په تمه یو

حکمتیار: لنډ ماله حکومت ته په تمه یو

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنی پړاو هېڅ ګټونکی نه لري او يادې ټاکنې دويم پړاو ته ځي. هغه وايي چې دويم پړاو ټاکنې بايد د يو لنډمهاله حکومت له لوري ترسره شي.
ګلبدين حکمتيار وايي، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او ۴۴ سلنه رايې يې تقلبي دي. هغه وويل چې په لومړي سر کې د رايو شمېر ۲.۷ ميليونه ښودل شوی و، خو وروسته دا شمېره راکمه شوه چې تقلبي رايې ترې وايستل شوې.
حکمتيار زياتوي، چې ۲.۷ ميليونه رايو له ډلې ۱.۲ ميليونه رايې يې تقلبي او بې بايومټريکه وې، چې د دغه رايو بيا شمېرنه پيل شوې ده. ګلبدين وايي، چې د ټاکنو کمېسیون له لوري د څه باندې اته زره محلونو د رايو بيا شمېل د قانون خلاف دي او وايي چې د رايو بيا شمېرنه دې د ټولو نوماندانو په خوښه او د دوی د څارونکو په حضور کې ترسره شي.
ګلبدين حکمتيار همدا راز وويل چې ۴۴ سلنه رايې تقلبي دي او دوی ته هېڅ هغه رايه د منلو وړ نه ده چې په اړه يې بايومټريک اسناد شتون ونه لري.
د يادولو ده چې تېره ورځ د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله هم ويلي و چې د ټاکنو بيا شمېرنه دې نه ترسره کېږي او که داسې وشي نو هېواد به بحران ته لاړ شي او د هر څه پړه به په ولسمشر غني وي.
بل لوري ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د دوی هره کړنه د قانون سره سمه ده او د رايو بيا شمېرنه پیل شوې ده. همدا راز د دولت جوړونکي ټاکنيز ټیم لومړي مرستيال امرالله صالح پرون عبدالله عبدالله ته په خپل يو پوسټ کې ليکلي و، چې د ټاکنو کمېسيون د کارونو مخه دې نه نيسي او که يې ټاکنې وګټلې نو د ګلونو ګېډۍ سره به مبارکۍ ته ورشي او که يې وبايللې نو په حکومت کې د برخې ترلاسه کولو هڅې دې نه کوي.
د يادولو ده چې عبدالله عبدالله او ګلبدين حکمتيار له لومړۍ ورځې په ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګول او همدا راز د خپلو برياو اعلانونه يې هم لګول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: