شنبه , دسمبر 14 2019
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار: له خپل حق څخه په کلکه دفاع کوو او ټاکنیزو مجرمین دې ونیول شي!

حکمتیار: له خپل حق څخه په کلکه دفاع کوو او ټاکنیزو مجرمین دې ونیول شي!

په ولسمشريزو ټاکنو کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار وايي، چې موږ له خپل حق حتماً او په هره بيه دفاع کوو او تحميلي زمامدار به هېڅکله ونه منو.
ګلبدين حکمتيار چې نن په کابل کې رسنيزې ناستې ته وينا کوله، وويل چې د رايو بيا شمېرنه له يوې اونې ډېر وخت نه نيسي، موږ د ټولو هغو کسانو د محاکمې غوښتونکي يو چې انتخاباتي جرمونه يې ترسره کړي دي.
نوموړي وويل، افغانان به هغه ولسمشر ونه مني چې د درغليو له لارې واکمن شي. هغه وايي موږ يو منتخب ولسمشر غواړو. ګلبدين وويل چې که کمېسيون زموږ غوښتنې ونه مني، بلکې د حاکم ټيم په ګټه کار وکړي، نو پايله به يې د درغلي کوونکو په غاړه وي، موږ د خپل حق دفاع کوو.
ګلبدين حکمتيار وايي، چې بهرني هېوادونه بايد د افغانستان ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي، د درغلګرو پلوي ونه کړي. هغه وايي چې ولې د هېواد یوه مهمه قضيه يوې مشکوکې بهرنۍ کمپنۍ ته سپارل شوې ده؟ هغه وايي چې ولې درملوک کمپنۍ د ټاکنو کمېسيون پر ځای حکومت سره قرارداد وکړ.
هغه زياتوي، موږ د درملوک کمپنۍ د محاکمې غوښتنه هم کوو، دغې کمپنۍ ويلي و چې د رايو پايله د ورځې په پای کې اعلانوي، خو پر خپلو ژمنو يې عمل ونه کړ، بلکې د یوه ټيم په ګټه يې کار وکړ، چې قرارداد يې ورسره کړی و او پېسې يې اخيستې وې.
ګلبدين حکمتيار وايي، چې د هغو څه باندې ۲۴۰۰ محلونو بايومټريکي وسايل چې ورک شوي، ټاکنو کمېسیون يې بايد ځواب ووايي. هغه وايي بې بايومټريکي رايې بايد حذف شي. حکمتيار زياتوي، چې هغو محلونو کې چې بايومټريکي مواد او ماشينونه يې ورک شوي، بايد بيا پکې ټاکنې له سره وشي.
نوموړی وايي چې د درغليو اتیا سلنه يوه ځانګړي ټيم ته راجع کېږي، هغه ټيم چې د بې بايوميټريک رايو د منل کېدو ګواښ يې کړی و. هغه وايي بايد ټول صندوقونه بيا وشمېرل شي، نه دا چې يوازې يو څو محلونه د يوه نوماند په غوښتنه شمېرل کېږي.
د يادولو ده چې تر دې مخکې هم ګلبدين حکمتيار په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنی پړاو ګټونکی نه لري او دويم پړاو ټاکنې دې د يوه لنډمهاله حکومت په مشرۍ کې ترسره شي.
بل لوري ته د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم هم د رايو د بيا شمېرنې له پروسې سره پرېکون اعلان کړی دی او وايي چې لومړی دې نا معتبرې رايې باطلې اعلان شي. د دوی پلويانو په يو شمېر ولايتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولايتي دفترونه هم په زور تړلي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: