دوشنبه , جون 17 2019
کور / خبرونه / افغانستان / ختیځ کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي

ختیځ کې د جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو ځینو ادارو ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې مارچ میاشتې راهیسې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې شدیدې شوې او زرګونه کسان ددې جګړو له امله بېځایه شوي دي. په یوه راپور کې راځي چې د ننګرهار له دوو ولسوالیو خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالۍ تر ۵۶ زره پورې کسان بېځایه شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی بیا وايي چې په یادو سیمو کې جګړې شدیدې شوې دي خو تر دې دمه د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ بېځایه شوې دي. بل پلو له کونړ ولایت هم راپورونه وایي چې په دغه ولایت کې دداعش حضور ډېر شوی دی او سلګونه کورنۍ له بېلابېلو ولسوالیو د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: