پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / بين المللي / خلیل زاد:امریکا د افغان جګړې څخه د خلاصون او تېښتې په هڅه کې نه ده

خلیل زاد:امریکا د افغان جګړې څخه د خلاصون او تېښتې په هڅه کې نه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې امریکا د افغان جګړې څخه د خلاصون او تېښتې په هڅه کې نه ده. خلیلزاد وایي، امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپل هېواد تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او افغان کړکېچ ته سوله ییز حل پیدا کړي. خلیلزاد وایی، امریکا افغان جګړه پر خپل حال پرېښودل نه غواړي، بلکې په وینا يې هڅه کوي د اوږد مهاله اړیکو په ساتلو سره د سولې داسې توافق رامنځ ته کړي چې د ټولو لورو په ګټه وي. خلیلزاد ویلي له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو اصلي شرط له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. د خلیلزاد دغه څرګندونې داسې مهال دي چې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو مذاکرات هم پای ته رسېدلي او اوس مهال دواړه لوري په مشورو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: