دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / خلیل زاد:طالبانو سره د یوې جامع هوکړې د رامنځ ته کولو هڅه روانه ده

خلیل زاد:طالبانو سره د یوې جامع هوکړې د رامنځ ته کولو هڅه روانه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، له طالبانو سره به د خبرو اووم پړاو د روانې میاشتې په ۲۹مه پيل شي. دده په خبره قطر او افغانستان ته یې سفرونه دا په ډاګه کوي، چې ټول اړخونه په مذاکراتو کې د چټک پرمختګ غوښتونکي دي. زلمي خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره د یوې جامع هوکړې د رامنځ ته کولو هڅه روانه ده. دده په خبره په دغه هوکړه کې پر څلورو مواردو توافق کېږي او که ټول موارد منل کېږي، نو هوکړه به رامنځ ته کېږي او که یو موارد نه منل کېږي نو هوکړه به هم نه رامنځ ته کېږي. وسله والو طالبانو هم بیا ویلي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به له امریکا سره مخامخ خبرې پیل شي. دمګړی د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ ابتدايي لیدنې شوې دي او رسمي خبرې به وروسته پيلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: