شنبه , دسمبر 7 2019
کور / خبرونه / افغانستان / خلیل زاد: افغان او ناټو ځواکونو د داعش پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي دي

خلیل زاد: افغان او ناټو ځواکونو د داعش پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي دي

افغان او ناټو ځواکونو دداعش پر وړاندې مهم پرمختګونه کړي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلراد ویلي، ټرمپ هم ټینګار وکړ چې افغان او بهرنیو ځواکونو د داعش ډلې پر وړاندې پرمختګونه کړي او دغه ډله یې سخته ځپلې ده. دده په خبره د افغان ځواکونو، بهرنیو سرتېرو او طالبانو په عملیاتو کې داعش ډله د افغانستان په ختیځو ولایتونو په تېره ننګرهار کې سخته ځپل شوې ده. خلیلزاد وایي سره له دې چې دغه ډله په بشپړه توګه ختمه شوې نه ده خو کمزورې شوې ده او مهم مرکزونه یې له منځه تللي دي. دده په خبره دا د افغان او ایتلافي ځواکونو لپاره رښتینی پرمختګ دی. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې د افغان او امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې داعش ډله لمنځه وړل شوې او دا یو مهم پرمختګ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: