پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / خوست: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ طالبان وژل شوي

خوست: د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ طالبان وژل شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال وژلي دي.

په خوست کې د ملي اردو د لوا د رسنیو مسؤل عبدالله وای، دا وسله وال هغه مهال ووژل شول چې د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او څېرمه امنیتي پوستو یې ډله ییز برید وکړ.

ده وویل: طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ پر مقر او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو له نېکه مرغه چې هلته د دېره ځواکونو له کلک ځوابي برید سره مخ شول.

نوموړی زیاتوي چې په دې نښته کې د ملي اردو او پولیسو دوه سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او هغه ماینونه یې ایستلي دي چې طالبانو په لاره کې ځای پرځای کړي وو.

د دې حملې مسؤلیت طالبانو منلی او ویلي یې دي چې په نښته کې د دوی یو وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: