جمعه , اګست 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / خوست: نا څرګنده وسله والو د یوې کورنۍ درې غړي ووژل

خوست: نا څرګنده وسله والو د یوې کورنۍ درې غړي ووژل

په خوست کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي. امنيتي چارواکي وايي، دغه پېښه تېره ورځ د ياد ولايت د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حيدرخېلو مقبلو په کلي کې رامنځته شوې ده. د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر وایي، وژل شوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي چې دوه وروڼه او يو زوی په کې شامل دي. نوموړي زياته کړه، دغه کسان په اصل کې د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې له اختره يې يوه ورځ مخکې دغه کور ته کډه راوړې وه. د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري، خو زياتوي چې د وژل شويو کسانو د قاتلينو د نيولو هڅې پيل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: