دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / خوست ولایت کې یوې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

خوست ولایت کې یوې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د خوست ښار دویمې حوزې اړوند د سبزۍ منډوي ترڅنګ د ملي اردو په نظامي موټرباندې د سرک پر غاړه ماین چاودنه شوې، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
خوست کې د ۲۰۳ تندرقول اردو لومړۍ پلي لوا مطبوعاتي مسؤل عبدالله څرګند وویل چې نن سهار شاوخوا اونیمې بجې هغه مهال چې د ملي اردو دګزمې موټر له یادې سیمې څخه تېرېده چې د سرک غاړې په ګلدان کې ځای پرځای شوي ماین پرې چاودنه کړې، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځ ته شوي ده.
د امنيتي مسولینو په خبره پدې چاودنه کې ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د یادې چاودنې مسولیت طالب وسله والو پرغاړه اخیستی.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پدې چاودنه کې یې د ملي اردو ۷ تنه کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: