سه شنبه , اګست 20 2019
کور / خبرونه / پاکستان / داعش افراطي ډلې پاکستان خپله صوبه اعلان کړې ده

داعش افراطي ډلې پاکستان خپله صوبه اعلان کړې ده

داعش وسله والې ډلې دهند تر واک لاندې سیمې کشمیر کې د هند صوبې جوړولو له اعلان وروسته پاکستان کې هم د یوې صوبې جوړولو اعلان کړی دی. دترهګرۍ دګواښونو څارونکې استخباراتي ډلې ویلي د داعش دخراسان په نوم څانګې ویلي وو، چې دا دواړه سیمې د دوی تر واک لاندې دي. دداعش پاکستان صوبې دځان څرګندولو په خاطر تېره اونۍ دبلوچستان مستونګ سیمه کې د یوه پاکستاني پولیس د وژلو او کوټه کې دپاکستاني طالبانو په یوه غونډه باندې د برید پړه هم پرغاړه اخستې وه. د داعش لخوا داعلان کړل شوې پاکستانۍ صوبې دواړه دافغانستان او ایران دپولو سره لګېدلې دپاکستان دبلوچستان ایالت سیمې دي چې پکې ګڼ شمېر بیلتون خوښې ډلې او فرقه ییز تنظیمونه په وسله والو فعالیتونو بوخت دي. پاکستان تر دې دمه دداعش لخوا دپاکستاني صوبې جوړولو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: