پنجشنبه , جولای 18 2019
کور / خبرونه / تفریح / دپي ايس ايل د ۴م پړاؤ وروستۍ لوبه به نن دپېښور زلمي اؤ کويټه ګليډیټرز ترمنځ ترسره کېږي.

دپي ايس ايل د ۴م پړاؤ وروستۍ لوبه به نن دپېښور زلمي اؤ کويټه ګليډیټرز ترمنځ ترسره کېږي.

دپاکستان سپرلیګ د څلورم سیزن دسیالیو وروستۍ لوبه یا فائنل نن دکراچۍ په نیشنل سټیډیم کې دپېښور زلمي اؤ کوئټه ایټرز ترمینځ په داسې حال کې کیږي چې د دواړو لوبډلو مشران ددغه مهمې سیالۍ ګټلو ته هیله من دي.

دفائنل سیالۍ دپاره دکراچۍ نیشنل اسټیډیم سینګار کړل شوی اؤ ټاکل شوې ده نن به په دغه سټيډيم یا دلوبو میدان کې د ټنګ ټکور،نڅاګانو اؤ نورې خوندورې دستورې کیږي چې به پکې دپاکستان وتلي هنرمندان برخه اخلي.

پاکستاني رسنیو امکان ښودلی چې دپي ایس ایل دفائنل مهمې سیالۍ کتلو دپاره به دپاکستان صدرعارف علوي،وزیراعظم عمران خان اؤ دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم دلوبو میدان ته ورشي اؤ دلوبغاړو ډاډګیرنه به مخ په مخ وکړي.

دکراچۍ په میدان کې د پي ایس ایل دجام یا ټرافۍ مخکتنه دخالي په ورځ شوې ده چې په دغه دستوره کې دپېښور زلمي کپتان ډیرن سیمي اؤ دکوئټه ایټرز کپتان سرفراز احمد هم برخه لرله.

په دغه موقعه د دواړو ډلو مشرانو دعکسونو جوړؤلو ترڅنګ یو بل سره خوندورې مکالمې هم ویلي دي.

په پاکستان رسنیو ښودل شوې چې دټرافۍ دمخکتنې دستوره کې ډيرن سیمې سرفراز ته وایي “نن دا ټرافي ته پورته کړه ،سبا به یې مونږ پورته کړو” خو سرفراز ورته په ځواب کې وایي” نن یې هم مونږ پورته کوؤ اؤ سبا به هم زمونږه وي”

په دغه موقعه خپلو خبرو کې ډیرن سیمي ویلي “په فائنل لوبه کې چې هره لوبډله پچه وګټي اؤ پخپله بیټینګ ته اوځي په ګټه کې به هغه ډله پاتې کیږي اؤ زمونږ به هڅه وي چې که وړومبی بیټنګ واخلو نو چې زیاتې نه زیاتې منډې جوړې کړو”

هغه وویل دکوټې ایټرز لوبغاړي تکړه دي خو دپېښور زلمي هم ترې کم نه دي اؤ شین واټسن دپېښور زلمي دپاره هیڅ دپرېشانۍ وړ نه شي جوړیدلی.

هغه دخپلې لوبډلې دوه باولران حسن علي اؤ‌ وهاب ریاض باندې ویاړ کړی اؤ ویلي یې دي چې د دواړو ښه باولنګ به دپېښور زلمي لوبډلې ته دګټې موقعې ورکړي.

د کوئټه ایټرز کپتان سرفراز هم خبریالانو ته ویلي چې “په ټولو سیالیو کې زمونږ لوبډلې غوره لوبه کړې ده .اوس په دریم وار فائنل کې لوبیږو اؤ هیله من یو چې کامیابي به زمونږ په برخه وي”

هغه ویلی د لوبې په ګټلو کې به ټاس یا پچه مهم ارزښت ولري اؤ کومې لوبډلې چې هم تر۱۹۰ منډې جوړې کړې نو بریالیتوب یې په برخه کیدلی شي.

هغه ویلي چې ننۍ لوبه کې به د پیل بیټینګ کوونکي مهم رول لوبوي اؤ شین واټسن اؤ عمراکمل به دهغه دلوبډلې د سر بیټسمینان وي خو په احسان علي احمد شهزاد یې هم ملا تړلې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: