جمعه , سپتمبر 20 2019
کور / خبرونه / دیر کې چاودنې د حکومت پلوه لښکر ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دیر کې چاودنې د حکومت پلوه لښکر ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په بر دیر کې بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او شپږ نور ژوبل دي.

یاده پېښه د اګست د ۱۸مې نېټې په مازیګر په شیرینګل سیمه کې رامنځته شوې ده.

چاودنه کې د حکومت پلوه امن لښکر ګاډی په نښه شوی او ژوبل او وژل شوي کسان د دغه لښکر غړي دي.

د خیبر پښتونخوا مختلفو سیمو کې وخت پر وخت د امن د لښکرونو په مشرانو دا ډول بریدونه ترسره کېږي چې ډېری وخت یې ذمه واري د پاکستان وسلواله ډله حزب الاحرار او یا هم تحریک طالبان قبلوي.
د دې پېښې مسؤلیت تحریک طالبان منلی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: