دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د اروپايي تور لیست څخه د افغانستان هوايي شرکتونه د وتو په حال کې دي

د اروپايي تور لیست څخه د افغانستان هوايي شرکتونه د وتو په حال کې دي

د افغانستان د ملکي هوایي چلن اداره وایي، ورځ تر بلې د اروپا له تور لېسته د افغانستان د هوایي شرکتونو راوتلو ته نږدې کېږي.

اروپایي ټولنې په ۲۰۱۰ کال کې دغو هېوادونو ته د افغانستان الوتنې بندې کړې او شرط یې کېښود چې د افغانستان د هوایي چلن د خپلواکې ادارې جوړېدل، د هوایې چلن د قوانینو جوړول، مسلکي پرسونل او د هوایي شرکتونو د خدماتو معیاري کېدل هغه شرایط دي چې اروپایي ټولني وضعه کړي او وایي چې د دې شرایطو تر پوره کېدو پورې به د افغانستان الوتنې اروپا ته پرواز نه کوي.

د افغانستان د هوایي چلن د ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې برخو کې پرمختګونه شوي دي.

ده وویل: موږ ډېره هیله لرو چې ژر تر ژره د اروپا او افغانستان ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي، یو شمېر شرطونه چې د اروپایي ټولنې له خوا ورکړل شوي وو، بشپړ شوي او ځیني نورو باندې کار روان دی، د اروپا یو پلاوی د روان کال په ډېسمبر کې افغانستان ته راځي او زموږ پرمختګونه ارزوي.

اروپایي ټولنې په ۲۰۱۰ کال کې پر افغانستان دا بندیز ولګاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: