چهارشنبه , اکتوبر 16 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د افغانستان او عراق جګړې د امریکا امنیت لپاره هېڅ اهمیت نه لري

د افغانستان او عراق جګړې د امریکا امنیت لپاره هېڅ اهمیت نه لري

متقاعدو امریکايي افسرانو پیو پابلیک په یوه نظرپوښتنه کې برخه اخیستې ده او د افغان جګړې په اړه یې نظرونه ورکړي دي. لوړه سلنه متقاعدو افسرانو د افغانستان او عراق جګړې، بې ګټې او بې ارزښته بللې دي. ددوی په خبره دغه جګړې د امریکا د امنیت لپاره هېڅ اهمیت نه لري او له دغه هېوادونو د امریکا امنیت ته ډېر لږ یا هېڅ خطر متوجه نه دی. دغه سروې کې له ۱۳۰۰ متقاعدو افسرانو سره مرکې شوې دي. له دې ډلې ۵۸ سلنه افسرانو ویلي چې د افغانستان جګړه بې ارزښته ده او امریکا ته ګټه نه لري خو ۳۸ سلنه کسانو بیا ارزښتمنه بللې ده. تر دې وړاندې هم د افغان جګړې په اړه له پخوانیو امریکايي نظامیانو سره ورته مرکې شوې دي او دوی هم ژر تر ژره له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: