دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان ایلیون لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

د افغانستان ایلیون لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

افغانستان ایلیون لوبډلې په یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه کې د ویسټ انډيز ایلیون لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې په پیل کې ویسټ انډیز ایلیون لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۳۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۷منډو هدف وټاکه.
د ویسټ انډیز په توپ وهوونکو کې روستن چېز ۴۱، جېسن هولډر ۳۱، ایوین لیویس ۲۴ او نیکولس پوران ۲۰ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
په افغان توپ اچوونکو کې شرف الدین اشرف او نوین الحق ۳ ــ ۳، ګلبدین نایب ۲، یمین احمدزي او کریم جنت ۱ ـ ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
ورپسې افغان لوبډلې خپله لوبه پیل کړه چې په ۳۴.۵ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په لاسه ورکولو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ، چې له ډلې یې رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدراڼ ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب اته ناسوځېدلې منډې وکړې او بریا یې د خپلې لوبډلې په نوم ثبت کړه.
د ویسټ انډیز په توپ اچوونکو کې روماریو شېفېرډ ۳، شېلډن کاټرېل، جوزیف الزاري او هایډېن والش ۱ـ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
سبا افغان لوبډله له ویسټ انډیز سره د درې یو ورځنیو، درې شل اوریزو او یوې پنځه ورځنۍ لوبلړۍ پیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: