دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د افغانستان په شپږیزې سیالیو کې مس عینک اتلانو بوسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان په شپږیزې سیالیو کې مس عینک اتلانو بوسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د شپږیزې غوره لیګ سیالیو په لړکې نن مس عین اتلان او بوست ساتونکې لوبډله د لیګ په دویمه لوبه کې سره مخ شوې چې مس عینک اتلانو پکې په دریو منډو بریا خپله کړه.

د دغې لوبې پچه مس عینک اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک لپاره په توپ وهنه کې نورعلي ځدراڼ ۳۷ منډې وکړې ورسره طارق ستانکزي بیا ۲۵ منډې وکړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د بوست ساتونکو له لوري په توپ اچونه کې وقار الله اسحاق دوه لوبغاړي وسوځول، نصرت الله، ضيا الرحمن، ګلبدين نايب او قېس احمد بیا یو- یولوبغاړی وسوځاوه.

د هدف په تعقیب کې د بوست ساتونکو لوبډلې ښه توپ وهنه پیل کړې وه خو وروسته د ناسمې توپ وهنې له کبله یې سیالي بایلوده چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهه لوبغاړو په سوځېدو یې ټوټل ۱۵۳ منډې وکړې.

د بوست ساتونکو لوبډلې له لوري حشمت الله شهيدي ۴۰، د زمبابوې برينډن ټايلر ۳۶ او خېبر عمر ۳۱ منډې وکړې، خو ګتلې سیالۍ یې په وروستیو کې بایلوده.

د مس عينک اتلانو له لوري ډېره ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې پکې يمين احمدزي تر تولو ډیر څلور لوبغاړي وسوځول ورسره محمد نبي درې لوبغاړي همدا راز نوين الحق او نور احمد هم یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يمين احمدزي ته ورکړل شوه، چې څلور مهم لوبغاړي يې له مخې پورته کړل.

د یاد لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې د مس عینک لوبډلې ځوان لوبغاړي طارق ستانکزي خبریال ډاټ کام ته په خبرو کې د شپږیزې لیګ په لوبو خوښي وښودله او دایې د افغانستان لپاره لوی ویاړ وباله چې په کابل کې د ستر لیګ شاهدان یو هغه د ځوانو لوبغاړو لپاره زرین چانس یاد کړ.

بلخوا تېر ماښام ۶:۰۰ بجې د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو د پرانېستې مراسم هم ترسره شو چې پکې ملي لوبغاړو سربېره ډیری حلکو ګډون درلود او سربېره پر دې بېلابېلې زړه راښکونکې برنامې او موسیقي هم ترسره شوې

افغان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ د پرانیستې په مراسمو کې اعلان وکړ چې نن د اکټوبر په اتمه او سبا پر نهمه هېوادوال کولی شي چې د لوبې لیدلو لپاره لوبغالي ته پرته له ټېکټ اخیستو هم ورشی.

د یادولو ده شپږيزې کرکټ لیګ په دریمه سيالۍ کې همدا شېبه امو نهنګانو لوبډلې پچه وګټله او د سپين غر زمريانو په وړاندې يې لومړی د توپوهنې پرېکړه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: