جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان څخه دېرش کسیز پلاوی د قطر په لورې وخوځېد

د افغانستان څخه دېرش کسیز پلاوی د قطر په لورې وخوځېد

ټاکل شوې دغه مهمه ناسته سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي چې له افغانستان څخه دسولې عالي شورا غړي، د مدني ټولنې او ښځو استازي، پخواني چارواکي او د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازي بلل شوي او نن قطر ته روان شول.

دغې ناستې ته له افغانستانه اصيلا وردگ، داكتر حبيبه سرابي ،شهرزاد اكبر ،فوزيه كوفى، ليلي جعفري، ماريا اكرمي،شاه گل رضايى، انار كلى، جميله افغانى، زينب موحد، مولوي امين الدين مظفري، عبدالهادي رفيعي، قربانعلي فصيحي، جمال الدين بدر، مولوي شفيع الله نورستاني، محمد نادر نعيم، عطاءالرحمان سليم، مولوى سلام ضعيف، ارشاد احمدى، حكمت كرزى حاجي دين محمد، انجينر فرهادالله فرهاد، عزیزه وطنوال ،ډاکټر عمر زاخېلوال، متین بیګ، حامد ګیلاني، غیرت بهیر، رنګین دادفرسپنتا او یو شمېر نور سیاستوال دعوت شوي دي.

په دې ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب هیڅوک څوک هم ګډون نه کوي خو یوازې هر غړی د یو فرد په توګه کولی شي د سولې په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړي بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې د حکومت له لوري هیڅوک ګډون نه کوي بلکې داغړي کولی شي خپل نظرونه شریک کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم ویلي چې دې ناستې ته به یوشمېر طالب استازي هم ورشي او د سولې په تړاو به هر اړخیز بحث کیږي.

له تګ وړاندې په قطر کې د بین الافغاني غونډې ځینې ګډون کوونکي وایي چې سبا به دغه غونډه پیل شي او هڅه به کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړل شي.

د دغې غونډې ګډونوال او د افغان حکومت د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي، دغه غونډه به د حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو لپاره زمینې جوړولو کې موثره تمامه شي.

دده په وینا پوره هڅه کېږي چې په دې بین الافغاني کنفرانس کې د مذاکراتو اصلي لوری چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې دي مشخص شي.

په ورته وخت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې هم له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوي او ورسره په څنګ کې به د قطر بین الافغاني ناسته هم سبا ورځ پیل شي او دوه ورځې به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې د جرمني او قطر دواړو هېوادونو شاوخوا شپېتو افغانانو ته د دوحې په بین الافغاني ناسته کې د ګډون بلنې ورکړې وې چې هر یو به په خپل استازیتوب سره نظریات شریک کړي.

د قطر او د جرمني په یوې ګډه اعلامیه کې راغلي چې د دوحې بین الافغاني ناسته د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو یوه هڅه ده تر څو هدف ته ورسېږو.

اعلامیه وړاندې وایې یوازې افغانان خپل برخلیک ټاکلی شي او دا ناسته به هغه فرصتونه او لارې چارې په ډاګه کړي چې د مخامخ خبرو په برخه کې مرسته ورسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: