دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان کرکیټ بورډ پر ویاند فرید هوتک برید شوی

د افغانستان کرکیټ بورډ پر ویاند فرید هوتک برید شوی

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، چې تېره شپه ناوخته د نوموړي کور ته نامعلوم وسله ور اوښتی او برید یې پرې کړی دی.

فرید هوتک رسنیو ته وویل، چې په دغه برید کې نوموړي ته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د هغه موټر یې له ځان سره وړی دی.

هوتک نوره په ډاګه نکړه چې ایا بریدګر د موټر د ترلاسه کولو ترڅنګ د هغه د وژلو هڅه هم کړې وه کنه یایې هم د کور نور توکي له ځان سره وړي دي چې دا به وروسته په ډاګه شي.

فرید هوتک له تیرو څو کلونو راهیسې د کرکټ بورډ ویاند پاتې شوی دی او لاهم په دغې دنده بوخت دی، ډیر خلک او خبریالان تر دې دمه په دنده کې بریالی بولي.

د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې هم پر فرید هوتک دوه ځله برید شوی و، خو زیان ورته نه و رسیدلی.

تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: