دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د افغانستان یو شمېر ورځپاڼو لیکلي” طالبان باید له افغان وګړو سره سوله وکړي”

د افغانستان یو شمېر ورځپاڼو لیکلي” طالبان باید له افغان وګړو سره سوله وکړي”

د دنیا ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې، د افغانستان وضعیت ته په کتو اوس د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې جګړه د هیچا په ګټه نه ده او په سیمه کې ثبات ته جدي اړتیا ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په ایران کې روان کړکېچونه او د افغانستان بې ثباته وضعیت، د سیمې هېوادونه ویښ کړي څو په افغانستان کې له ثبات او امنیت سره مرسته وکړي.

سرخط

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، غوره ده، چې طالبان لومړی له ملکي وګړو سره سوله وکړي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا مهال په قطر کې د بندو دروازو ترشاه د سولې خبرې روانې دي، چې افغانان پرې خبر نه دي.
په سرمقاله کې یادونه شوې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له وروستیو افشا شویو اسنادو داسې بریښي چې امریکا له افغانانو سره صادقه نه ده.

ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، دا چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روانې خبرې څلورمې ورځې ته وغځېدې، داسې ښکاري، چې په خبرو کې د امریکا لومړی شرط چې اوربند دی طالبان ورته غاړه نه ږدي.
د سرمقاله لیکونکی په اند طالبان ځکه اوربند بین الافغاني خبرو کې مطرح کوي، چې زیات امتیاز ترلاسه کړي.
د سرمقالې لیکوال په سوله کې د طالبانو په نیت شک څرګندوي او لیکي، طالبان هڅه کوي چې لومړی له امریکا سره سوله وکړي او بیا په خپله خوښه له افغانانو سره خبرې مخ ته یوسي.
د سرمقالې په پای کې راغلي که چېرې طالبان په خپله خبره ټینګ ولاړ وي، نو ممکن د طالبانو د زور په وړاندې یو ځل بیا د مقاومت جبهه پرانیستل شي.
یو شمېر نور ورځپاڼو بیا په ټاکنیزو مسایلو په ځانګړې توګه د رایو د لومړنیو پایلو په ممکنه اعلان تبصرې کړې.

هېواد

د هېواد د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په عادلانه توګه د رایو پایلې اعلان کړي.
د سرمقالې لیکوال د کمېسیون د پایلو د اعلان اقدام ستايي او ټینګار کوي، چې په دې برخه کې دې د چا زور ته نه تسلمیږي، ځکه چې د پایلو په ځنډ کې د ملت خیر نه شته.

اصلاح

بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپلې سرمقالې کې لیکلي، دا چې د ټاکنو پایلې متعبرې او شفافې اعلان شي، د شکایتونو کمېسیون باید د معترضو ټاکنیزو تیمونو شکایتونو په سمه توګه وڅېړي او دوی اعتراضونو ته رسېدنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: