پنجشنبه , نوومبر 21 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان یو لوړ پوړی چارواکی پاکستان ته تللی

د افغانستان یو لوړ پوړی چارواکی پاکستان ته تللی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير عالمي بلخي د يو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد ته رسېدلى دى. د دې وزارت مرسیتال ویاند رضا باهر ویلي، چې په دغه پلاوي کې د دغه وزارت يو شمېر اړوند رييسان هم شامل دي. رضا وايي چې په اسلام اباد کې به د کډوالو په اړه څو اړخيزې غونډې کېـږي چې په کې افغان پلاوى هم ګډون کوي. د نوموړي په وينا، د کډوالو په اړه څلور اړخيزه د افغانستان، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ بله درې اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان او ايران ترمنځ همداراز بله درې اړخيزه غونډه، د افغانستان، ايران او د کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ، بله درې اړخيزه د افغانستان، پاکستان او کډوالو عالي کمېشنرۍ ترمنځ او بله دوه اړخيزه غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ کېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال وياند وويل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې غونډه کې به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدنې مودې پر غځولو خبرې کېږي او هيله يې څرګنده کړه چې پاکستان به دا موده وغځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: