دوشنبه , اکتوبر 14 2019
کور / خبرونه / تفریح / د افغانستان ۱۶ کلنو د فټ بال ملي لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان ۱۶ کلنو د فټ بال ملي لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې نیپال ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسؤل شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې افغان ۱۶ کلنې فوټبال لوبډلې په دغه لوبه کې نیپال ته ۳ د صفر پر وړاندې ماته ورکړه.

د افغانستان تر ۱۶ کلنو عمره فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د فلسطین پر وړاندې ۲ پر ۲ مساوي کړې وه.

د اسیا د ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې د افغان لوبډلې بله لوبه د يکشنبې په ورځ د کوربه ایران پر وړاندې ده چې په بریا سره به یې د دغو سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: