دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان حکومت استازي به هم د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي

د افغان حکومت استازي به هم د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي

د افغان حکومت استازي به هم د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي. د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي. دده په خبره د افغان حکومت استازي هم په دې غونډه کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي. مینه پال وایي دا به یو ټول شموله او د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ هیت وي چې په هغه کې به د ملي شورا غړي، مدني فعالان، د حکومت استازي او د سیاسي ګوندونو استازي موجود وي. ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د چین په کوربه توب د سولې لپاره بین الافغاني غونډه جوړه شي. ددغه غونډې کره نېټه نه ده مشخصه شوې، خو ډېر احتمال شته چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته جوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: