شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان سولې له پاره سبا یو ځل بیا په قطر کې خبرې پیلیږي

د افغان سولې له پاره سبا یو ځل بیا په قطر کې خبرې پیلیږي

دافغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ا‌و طالبانو ترمنځ د خبرو اترو اووم پړاو خبرې سبا شنبه یوځل بیا په دوحه کې پیلیږي. له اووم پړاو خبرو پیلېدو څخه د مخه دواړو لورو په دغو خبرو کې دبریالیتوب هېلې ښودلي دي. زلمي خلیل زاد ویلي چې دواړه خواوې امریکا او‌ طالبان د افغان سولې په اړه پرمختګ ته لیواله دي. په قطر کې دطالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د سولې په بهیر کې دچټک پرمختګ احتمال هغه مهال شته چې افغان مشران خپلو منځو کې کیني او په راتلونکې کې داسلامي نظام او حکومت رامنځته کولو لپاره یوې تګلارې ته لاره هواره کړي. دشنبې په ورځ دپیل کیدونکو خبرو نه وړاندې هم د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دوحه کې دسولې دخبرو شپږ پړاونه سرته رسیدلي دي خو په دغو خبرو کې دواړه خواوې د سولې یو غوڅ تړون ته په رسیدلو نه دي بریالي شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: