جمعه , نوومبر 22 2019
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان کرکیټ ملي لوبډلې یو لوبغاړي د سچن ټګنډولکر ریکارډ مات کړ

د افغان کرکیټ ملي لوبډلې یو لوبغاړي د سچن ټګنډولکر ریکارډ مات کړ

انډین ایکسپریس لیکلي چې د افغانستان د کرکیټ ملي ټیم بټسمین یا توپوهونکي اکرام علي خېل د هندوستان د تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ.

علي خېل د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړيوال جام سيالیو په لړ کې د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ په وروستۍ لوبه کې په اتلس کلنۍ کې وکړای شول چې افغانستان ته ۸۶ منډې وکړي.

انډین ایکسپریس ويلي چې که څه هم د افغانستان ټیم وبايلله، خو علي خېل د ټنډولکر په پرتله ښه لوبه وکړه.

ورځپاڼې لیکلي، ټنډولکر په ا تلس کلنۍ زیات عمر کې د کرکټ په نړيوال جام سيالیو کې په ۱۹۹۲میلادي کال کې د زمبابوې پر وړاندې وکړای شول چې ۸۱ منډې جوړې کړي.

کرکټ ورلډ:

کرکټ ورلډ ورځپاڼې همدې موضوع ته پام کړی او د اکرام له قوله يې لیکلي چې وايي د ۸۶ منډو په جوړولو ډېر خوشاله دی.

افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړيوال جام په سیالیو کې ټولې اته لوبې بايللي دي، خو د ورځپاڼې په وینا، د کرکټ د مینه والو تر منځ د ناهيلیو تر څنګ د علي خېل ریکارډ دوی ته د ویاړ احساس ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: