دوشنبه , نوومبر 18 2019
کور / خبرونه / د القاعدې مشر په هندي عسکرو د بریدونو ګواښ کړی

د القاعدې مشر په هندي عسکرو د بریدونو ګواښ کړی

د القاعده وسله والې ډلې مشر ایمن الظواهري، پر خپلو وسله والو غږ کړی دی چې په کشمیر کې پر هندي عسکرو بریدونه وکړي. نوموړي دا خبرې په یو ویډیویي کلیپ کې کړې دي. په دغه اته دقيقه يي ويډيو کې پر هندي عسکرو او حکومت د پرله پسې بريدونو غږ شوی څو د دغه هېواد اقتصاد ته زيان ورسيږي. الظواهري دغه راز پر خپلو وسله والو غږ کړی دی چې د پاکستان د استخباراتي ادارو تر اغېز لاندي دې نه راځي. هند او پاکستان چې د کشمير پر سر یو بل سره لانجه لري، له ۱۹۴۷ م کال راهيسې یې تر اوسه درې جنګونه کړي چې د دوو بریدونو لامل هم په پاکستان کې د وسله والو ترهګرو موجودیت وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: