شنبه , نوومبر 23 2019
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا دفاع وزارت وايي په تېرو پينځو میاشتو کې ۳۱۶۳ افغانان وژل شوي

د امریکا دفاع وزارت وايي په تېرو پينځو میاشتو کې ۳۱۶۳ افغانان وژل شوي

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۳۱۶۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پنټاګون په خپل تازه راپور کې ویلي، د یادو ملکیانو له ډلې ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۲۲۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي. دا راپور هر کال د پنټاګون لخوا کانګریس ته ورکول کېږي. پنټاګون په داسې حال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتېدو خبره کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو په اړه د امریکا او افغان حکومت هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي. په دې راپور کې دا نه دي ویل شوي چې ډېره مرګ ژوبله د چا لخوا ملکي وګړو ته اوښتې ده خو په دې وروستیو کې د هوایي بریدونو له امله تر ډېره ملکیان زیانمن شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: