چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، ایران سره خبرې نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، ایران سره خبرې نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، ایران سره خبرې نه کوي. نوموړی دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوه ټلویزیوني وینا کې امریکا سره خبرو ته چمتوالی ښودلی او زیاته کړې یې وه چې امریکا دې بدماشي پرېږدي، ایران له دوی سره خبرو ته تیار دی. خو پومپیو ویلي، دا هغه وړاندیز دی چې پخواني ولسمشر باراک اوباما او د هغه د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ته یې کړی و. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي او هره شیبه یې تر منځ د جګړې امکان شته دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: