پنجشنبه , جولای 2 2020
کور / اسلاميات / د ايمان د کمزورتيا نښې او وسائل

د ايمان د کمزورتيا نښې او وسائل

۱- د صالحو او نيک عمله کسانو څخه لرېوالی:

د نيکو او صالحو کسانو د ملګرتيا په وجه صالح عمل او ايماني قوت لاس ته راتللی شي او د هغوی د عمل، اخلاقو او ښو صفاتو څخه سړی ګټه تر لاسه کولای شي؛ خو که چېرې څوک له دا ډول نيکو او صالحو خلکو څخه لرې شي، په زړه کې د سختۍ احساس کوي.

صحابه کرامو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته څو حالته احساس کړل چې خپله داسې بيانوي:

(زمونږ زړونه معيوب او تغير شول) هغوی داسې تنهایي او وېرې وپوښل چې، بيان يې ناممکن دی، هغوی خپل مربی، معلم او مشر له لاسه ورکړ او هغوی په داسې حالت کې وو لکه (بې چوپانه رمه) په توره او باراني شپه کې.

مګر رسول الله صلی الله عليه وسلم پر خپل ځای داسې ملګري پرېښودل چې، هر يوه يې د هغه صلی الله عليه وسلم پر ځای د ځای ناستي غوره لياقت درلوده. نن هم مسلمانان تر بل هر وخت يو داسې مشر او لارښود ته ضرورت لري چې د تقوی، اخلاقو او عدل نمونه وي، تر څو ټول مسلمانان پرې را ټول او نږدې شي.

الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې، د نيکو او صالحو سره ملګرتيا غوره کړئ:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ» (التوبه: ۱۱۹)

ژباړه:
-ای مؤمنان له الله څخه وويريږئ او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ!

۲- زيات وخت له ايماني ماحول څخه لريوالی:

د ايماني ماحول څخه لريوالی د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي، الله تعالى فرمايي:

«أَلَمْ یَأْنِ لِلَّذِینَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِکْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا یَکُونُوا کَالَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَکَثِیرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ»
(حدید: ۱۶)

ژباړه:
-آيا مؤمنانو ته هغه وخت نه دی را رسيدلی چې، د الله ذکر او نازل شوي حق ته یې زړونه نرم شي؟ او د هغو کسانو په شان نه شي چې وړاندې کتاب ورکړ شوی وو؛ خو چې اوږد وخت پرې تير شو، نو زړونه يې کلک او ډير له دوی څخه فاسقان دي.

دا آیت شريف په ښه شان دې مطلب ته اشاره کوي چې، د ايماني ماحول څخه زيات وخت لرېوالی په زړه کې د ايمان د ضعف سبب ګرځي، د مثال په ډول يو کس چې زيات وخت له خپلو ديني وروڼو او ملګرو لرې وي، ګواکې له ايماني ماحول څخه چې دا د هغه تر سيورې لاندې ژوند کولو او د هغوی څخه يې د زړه قوت او ايماني نور اخيست لرې دی.

مؤمن يو خاص صفت لري هغه دا چې، معمولاً د ځان د مشغولتيا پر ځای د نورو مسلمانانو سره د ناستې او ملګرتيا تابيا لري.

حسن بصری رحمه الله وايي: زمونږ په نزد زمونږ وروڼه زمونږ د اهل او کور نه زيات ارزښت او ګټه لري؛ ځکه زمونږ اهل مونږ ته د دنيا ياد کوي مګر زمونږ وروڼه مونږ د آخرت طرف ته متوجه کوي.

نو هر کله چې سړی د سفر يا کوم دنيوي مصروفيت يا بل څه وجه زيات وخت د ايماني ماحول څخه لرې شي، د هغه په زړه کې د همغه شغل محبت ځای نيسي زړه يې کلک او تور ګرځي او د هغه په زړه کې د ايمان نور کمزوری ګرځي، دا حالت معمولاً هغه وخت منځ ته راځي چې، سړی په لرې سفر چيرته تللی وي، يا يې بل ځای ته کوچ کړی وي او د دنيا په چارو زيات مشغول شي.

۳- د ديني علومو د زده کړې او مطالعې څخه لرېوالی:

له نيکمرغه زيات اسلامي کتابونه وجود لري چې، د هغه په لوستلو د مسلمان ايمان قوي او د ايمان ولولې په جوش راځي چې، ددې ټولو کتابونو په سر کې قرآن مجيد قرار لري. هغه کتاب چې پر لوستلو يې د مؤمن ايمان قوي کيږي او پس له هغه څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو کتابونه او د هغه څخه وروسته د امت د علماؤ د پند او نصيحت کتابونه دي.

د شرعي کتابونو په زده کړې او مطالعې سره مؤمن د اسلامي شريعت له احکامو خبريږي، حرام او حلال پېژني، د مؤمن او منافق صفات پيژني، د نفس، شيطان، مال او د اسلام د دوښمنانو سره د دوستۍ خطرناک عواقب پيژني، معاملات، د ژوندانه په ټولو چارو کې د اسلامي شريعت آداب او اخلاق پيژني چې ددې په پيژندلو انسان خپل ځان ته متوجه کيږي او هر وخت د خپل ځان د اصلاح او الله جل جلاله د صحي رجوع په فکر کې وي، چې الله جل جلاله هم داسې بنده خوښوي کوم چې غواړي ځان په شرعي مسائلو پوه کړي او په هغه باندې عمل وکړي:

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ…»
(بخاري: ۳۱۱۶)

يعنې: چاته چې الله تعالی د خير اراده وکړي؛ نو په دين کې پوهه ور په برخه کړي.

۴- د ګناه او معصيت په ماحول کې اوسيدل:

دا چې اوس مهال د اکثرو ټولنو او ولسونو ماحول د فتنو او ګناهونو څخه ډک دی، هر طرف ته د ګناهونو طوفان روان دی په علني ډول د سود او قمار ګرم بازار، د رشوت او غصب چور، موسيقي او فحشاء، هر لور ته بې شرمه تصويرونه او بې شرمۍ طرف ته دعوت، بې حجابي، د نارينوو او ښځو تر مينځ اختلاط، غيبت، بهتان او دروغ، د مال د زياتولو سيالۍ او په هر مجلس کې د دنيا خبرې او بحثونه چې، د الله جل جلاله هيڅ ياد پکې نه وي، تجارت، انتخابات، حقوق بشر، قدرت او منزلت د هر مجلس د خبرو رأس ګرځيدلی او دين په اړه هيڅ بحث او احساس نشته.

دا مو د ټولنې حال دی، د کور حال مو تر دې هم بد دی د ښځو لخوا د نارينوو د حقوقو تر پښو لاندې کول او د نارينوو لخوا د ښځو د حقوقو تر پښو لاندې کول، د بې شرمه او فاحشو فلمونو او سريالونه کتل، د نامحرمو ښځو او نارينوو تر مينځ اختلاط، د کفر او الحاد تقليدونو د مسلمان کور پر سر اخيستی دی، نن ځنې مسلماني کورنۍ په علني توګه د مشرکينو، يهودو او نصاراوو د باطلو عقائدو او عاداتو تقليد کوي او په هغه باندې افتخار کوي.

چې د ټولنې او کورنۍ د فسق او ګناهونو ډک ماحول د ايمان د کمزورۍ سبب ګرځي.

۵- د دنيا په کارونو کې له حده زياته مشغولتيا:

د ايمان د ضعف يو سبب دا دی چې، انسان د دنيا په چارو کې ځان دومره مشغول کړي چې بيا کار او شغل د ځان لپاره اصلي هدف ګڼي او عبادت د هغه يو فرعي جز ګني.

نن اکثره مسلمانان په همدې مرض اخته دي، د مثال په توګه يو کس په کار مشغول دی، کوښښ کوي خپل کار تمام کړي خير که لمونځ آخر هم شي، چې په دې سره يې کار اصلي هدف وګرځولو او لمونځ د هغه فرع وګڼلو.

بلکي مؤمن بايد عبادت اصلي هدف وګرځوي، مثلاً لمونځ د الله جل جلاله د جانبه په ټاکل شويو وختونو کې يو فرضيه ده، ټول کارونه او مشغولتياوې به د لمانځه تابع ګرځول کيږي، نه دا چې لمونځ د نورو مشغولتياوو تابع جوړ شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د دينار بنده هلاک شو د درهم بنده بدبخته شو.
(بخاري: ۲۷۳۰)

دغه کس دوه تاوانونه وکړل عبادت يې صحي اداء نه کړ او د ځان لپاره یې کارونه سخت کړل؛ ځکه په قدسي حديث شريف کې راغلی دي:
«يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌.
(مسند احمد او ابن ماجه)

ژباړه:
-(الله جل جلاله فرمايي: ای د آدم زويه! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم که چيرې داسې ونه کړې، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم).

همدارنګه په حديث شريف کې له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی:

«من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌.
(ابن ماجه او سلسلة الصحيحة)

راټولونه: لطف الله “یوسفزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: